Le parcours d'intégration n'utilise pas de cookie à des fins marketing. Pour plus d'informations, consulter notre politique de cookies et de confidentialité
Fermer

ډير پوښتل کيدونکي سوالونه

Q.
آيا ما له دا پکار ده چې زه د انټيګريشن يا ادغام د پروسې په دغه لار روان شم ؟
R.

والونیا کې د نوو راتلونکو بهرنیان خلکو لپاره  د ۱۸ څخه تر ۶۵ کلونو عمر پورې د قانوني پلوه د ۳ کلونو څخه کم وخت لپاره استوګنه لري او د ۳ میاشتو څخه ډیر د استوګنې جواز لري، دوی ته د ادغام لاره هرو مرو اجباری ده-

یادونه : له دی مکلفیت څخه معاف شوی کسان هم شتون لري-

Q.
که چرې ما د "تابعيت" په کورس کې برخه اخيستې وي، نو آيا زه ژمن يم چې د "حقونو او فرائضو" په اړه معلوماتي غونډه کې ګډون وکړم ؟
R.

او، د انټيګريشن د پروسې د لار دغه پړاونه او يا مرحلې بې ترتیبۍ سره ترسره کیدی شي، مګر ټول اقدامات باید تعقیب شي (پرته له " فرانسوي ديو بهرني ژبی په ټوګه" کورسونو که ستاسو د فرانسوي ژبې A2 ليول يا کچه ولری، نو بيا تاسو دغه کورس څخه معاف کيدی شئ، او د "ټولنيز او مسلکي يوواليي يا ادغام" څخه هغه وخت معاف کيدای شئ کله چې تاسو يوه دنده يا روزګار لرئ).

Q.
آيا زه کولای شم چې پخپله خپل نوم په يو کورس کې ثبت کړم تابعيت FLE, ISP)؟
R.

او، خو بيا هم دا غوره ده چې د خپل انټيګريشن د پروسې د لار ريفرانت څخه مشوره وکړئ، ځکه چې ټولې ادارې يا موسسې منل شوې نه دي.

Q.
که ما په فیملیش / آلماني / برسلز سیمه کې د انټيګريشن پروسه ترسره کړې وي، نو آیا زه ژمن یم چې دغه پروسه په والونيا کې هم ترسره کړم ؟
R.

نه، خو کله چې زه يو تصديق يا سند داسې لرم چې ترې دا ثابتيږي چې ما د انټيګريشن د پروسه ته

آخره پورې رسولې ده.

Q.
که چرې زه په فرانسوي ژبه بيخي خبرې نشم کولای، نو بيا څرنګه زه د انټيګريشن د پروسې په دغه لار تللې شم؟
R.

او، تاسو فکر مه کوئ، د ګڼ شمير ژبو مسلکي ژباړن يا ترجمان ستاسو په خدمت کې به حاضر               وي. که چرې تاسو يو ژباړن ته اړتيا نه لرئ، نو تاسو بايد د لومړۍ انټرويو يا مرکې په ترڅ کې دا خبره ښکاره کړئ. بله دا چې، د انټيګريشن د پروسې دا عمل تاسو ته دا موقع په لاس درکوي چې تاسو د فرانسوي ژبې کورس مفت ترلاسه کړئ.

Q.
د انټيګريشن د پروسې دغه لار د څۀ غرض لپاره ده ؟
R.

د انټيګريشن د پروسې دغه لار ستاسو لپاره ځکه جوړه شوې ده چې تاسو د هغه هيواد په  اړه ځان پوهه کړې کوم کې چې به تاسو ميشت کيږئ.

Q.
په دغه لار څومره موده لږي ؟
R.

انټيګريشن د دې عمل ټوله موده زيات نه زيات 18 مياشتې ده. خو بيا هم، دا موده ستاسو د    

ضرورتونو په رڼا کې لنډه کيدای هم شي.

Q.
آيا دغه کورسونه (د FLE او د تابعيت) د ماښام په وخت ترسره کيږي ؟
R.

او، د خپل انټيګريشن د لارې ريفرانت څخه غوښتنه وکړئ. د ادارو د شتون سره سم، هغه به خپل

پوره کوشيش کويِ.

Q.
زه يو ماشوم لرم، او ما سره وخت کم دې، نو بيا د انټيګريشن په دغه لار څنګه روان شم ؟
R.

له بده مرغه، د انټيګريشن دا پروسه لازمي ده. ستاسو د ريفرانت تاسو ته د بهترو حل لارو وړانديز   

کولای شي.

Q.
که زه کار کوم، نو آيا بيا هم ما له د انټيګريشن د پروسې په دغه لار تګ پکار دې ؟
R.

نه، که ستاسو د کار قرارداد له درې میاشتو څخه زیات وخت وي لږ تر لږه.